لغمان کې په ۲۱۱ بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوې

mail-admin
Mon, May 22 2023 9:43 AM
لغمان کې په ۲۱۱ بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د خوړو او زده کړې نړیوالې «NEI» مؤسسې په مالي همکارۍ، ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د علیشنګ او الینګار ولسوالیو په ۲۱۱ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ د لغمان مرکز مهترلام څخه پیل شوی دی.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې په یادو ۲۱۱ بزګرانو په هر یوه بزګرشپږ  کیلوګرامه دسویابینواصلاح شوي تخم نهه کیلوګرامه توره سره او دوه نیم کیلوګرامه سپینه سره وېشل ورکول کېږي. دغه راز د سیویابینو د ۱۱ ننداریزو کروندو جوړولو په پار هر بزګر ته د درې جریبه ځمکو لپاره ۴۲ کیلوګرامه د سویابینو اصلاح شوي تخم، ۱۵ کیلو ګرامه یوریا او ۲۷ کیلوګرام ډي.اي.پي سره ورکول کېږي.
د یاد پروګرام په ترڅ کې ګټه اخیستونکو بزګرو ته د سویابینو د اقتصادي، طبیعي او غذایي ارزښت ترڅنګ، د کرلو، اوبو لګولو، د سرو استعمال اوخشاوې په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د یادونې وړ ده چې، د لغمان د کرنې ریاست ددې زمینه هم برابره کړې ده، ترڅو د یادي ځمکي څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه وپېرل شي.
د لغمان د کرنې ریاست هڅه کوي، چې لغمان کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دا لړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري، د کورنیو د روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS