د میدان وردګو ولایت جلریز کې ٣١٣ بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې
              د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (STARS) مؤسسې په تخنیکي او د (OCHA) ادارې په مالي مرسته ددې ولایت جاریز ولسوالی کې پر ٣١٣ بېوزله کورنیو نغدې پيسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې یاد ٣١٣ کورنیو هر یوه کورنې ته ٦٢٧٣ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه به په شپږو پړاوونو کې پلي شي، چی دویم  پړاو یې په بریالیتوب د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست تر نظارت لاندې عملي شوه.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو لاس نيوي او د دوی اقتصادي غوړېدا ته زمينه برابرول دي.
