ننګرهار ته د کرنې وزارت د کرنیزو چارو سلاکار په ګډون د ګډ پلاوي سفر

mail-admin
Sun, May 21 2023 3:20 PM
ننګرهار ته د کرنې وزارت د کرنیزو چارو سلاکار په ګډون د ګډ پلاوي سفر

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه په سپارښتنه ددې وزارت د  کرنیزو چارو سلاکار عتیق الله مسلم او د منازعاتو دحل رییس مولوی محمد حنیف ګډ پلاوي سره د دفاع وزارت دتأسیساتو او دننګرهار ولايت د اراضي امریت کې د شته ستونزو دحل په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
ياد پلاوي ددې سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د ختيځ زون د تأسیساتو رییس مولوي کامران، د ننګرهار دکرنې رييس الحاج مولوي عبدالستار محمد او د ننګرهار د مهمندرې له یوشمېر مستاجرینو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددغو کتنو په ترڅ کې د قراردادیانو کارونه او اسناد و څېړل شول او د اسنادونو تر ارزونې وروسته مستحقو قراردادیانو ته د دوی د فعالیتونو د بیا پیل اجازه ورکړل شول.
دغه راز یاد پلاوی ددې سفر په ترڅ کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د منازعې اړوندو سیمو څخه تر لیدنې او راپور چمتو کولو وروسته وړیل، چې یاد راپور به لوړپوړو چارواکو ته وړاندې او وروستۍ پرېکړه به د لوړپوړو چارواکو له خوا ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS