د کندهار پنجوایي کې د استنادي دېوالونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Sat, May 20 2023 8:58 AM
د کندهار پنجوایي کې د استنادي دېوالونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پنجوایي ولسوالی کې، د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ داستنادي دېوالونو جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پنجوایي ولسوالی ولسوال ملا عبدالخالق هارون، د پنجوایي امنیه قومندان مولوی محمد سلیم،د کندهار دکلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالجبار حکمت، دکندهار دکلیو چارو ریاست مرستیال مولو عابد د پنجوایي د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مدیر محمد ادریس خبیب آغا، د پنجوایي ولسوالی د کلیو چارو تنظیم مدیر حذیفه مولوی، د پنجوایي ولسوالی دکرنې مدیر ملا شېر محمد ضیاء، د پنجوایي د احصایې او راپورورکونې مدیر قاري ولي محمد مدثر او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
په غونډه کې یادو چاراکو پر بېلابېلو موضوعاتو دخبرو اترو ترڅنګ په دې ولسوالی کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتونکي شول.
د دغو پروژو  په پلي کولو کې یوشمېر کسانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ سلګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي او د اوبو له ګواښ څخه ژغورل شوي دي.
دیادو پروژو د رغولو  موخه د اوبو مدیریت او د بزګرانو ګروندو ته پر وخت د اوبو رسول او د دوی د کورونو او کروندو خوندیکول ښودل شوی دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS