د ننګرهار کانال د زیتونو فابریکې تېل بهر ته صادرېږي

mail-admin
Wed, May 17 2023 10:20 AM
د ننګرهار کانال د زیتونو فابریکې تېل بهر ته صادرېږي

د ننګرهار په کانال کې د زیتونو د پروسس فابریکه د اسیا په کچه د زیتونو د پروسس له سترو فابریکو څخه دی، چې اوسمهال په یوه فصل کې ترې نږدې ۱۴۳ زره او ۵۰۰ لیټره د زیتونو تېلو پروسس روانه ده. د چارواکو په خبره د دغو زیتونو له لارې نږدې ۷۱ میلیونه افغانۍ عواید په لاس راځي
یاده فابریکه، چې ۵۷ کاله کاري مخینه لري، د ننګرها، کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو څخه چې د زیتونو بڼونه په کې شتون لري، د زیتونو حاصلات راټول او پروسسوي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي. 
د ننګرهار د زیتونو فابریکه په ۱۳۵۸ ام کال کې په ۲۷.۵ جریبه ځمکه کې جوړه او په ۱۳۶۴ ام کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي، په دې فابریکه کې له سل ټنه زیتون څخه تر پروسس وروسته لس ټنه تېل په لاس راځي.
دغه کارخونه بېلابېلې برخې لکه، د زیتونو پروسس، د اچارو جوړول، اداري، د تصفیې خونه، لابراټوار، واټرپمپ او بخار خونه لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS