تخار کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې لړۍ پر چټکیا د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

mail-admin
Tue, May 16 2023 2:06 PM
تخار کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې لړۍ پر چټکیا د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د تخار ولایت دکرنې ریاست له کارکوونکو سره د لیدنې پرمهال له دوی څخه وغوښتل، چې د تخار په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار خپلې هلې ځلې کړندی کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوی تخار ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی رحیم الله احدي او دیاد ولایت دکرنې ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د ملخانو پر وړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.
ښاغلی صدر اعظم په دې کتنه کې د خواجه غار، دشت قلعه او چاه آب ولسوالیو کې د هغو مراکشي ملخانو پر وړاندې، چې د تاجکستان هېواد له پولو هره ورځ الوځي او د یادو ولسوالیو د بزګرانو او اوسیدونکو کروندو ته ځآن رسوي  پر جدي کنټرول ټینګار وکړ او مجادلوي ټیمونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ملخانو د الوتنې تر پایه دې مجادلوي کمپاین ته دوام وکړي او دا کمپاین دې لا کړندۍ کړي.
د تخار دکرنې ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې دارې «FAO» او ناروې کمېټې په همکاۍ موده مخکې د ملخانو پر وړاندې میخانیکي او کیمیاوي مبارزه پیل شوی دی، چې د زیانونو کچه یې تر ډېره ټیټه کړی دی.

تاکید معین زراعت و مالداری بر تسریع بخشیدن مجادله علیه ملخ در تخار 
۲۶ ثور ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در جریان دیدار با کارمندان زراعت ولایت تخار از آن‌ها خواست تا تلاش‌های‌شان را به منظور مجادله علیه آفت ملخ در ولایت تخار سرعت بدهند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه‌شان  با مولوی رحیم الله احدی ریس زراعت و کارمندان ریاست زراعت ولایت تخار دیدار کرده و در مورد مجادله علیه ملخ گفتگو کردند.
آقای صدراعظم در این دیدار تاکید بر کنترول جدی ملخ‌های مراکشی که در ولسوالی‌های خواجه غار، دشت قلعه و چاه آب که همه روزه از مرز کشور تاجکستان به ولسوالی‌های متذکره بصورت گسترده پرواز نموده و به مزارع دهاقین و ساکنین محل هجوم میبرد نمودند و به تیم‌های مجادلوی هدایت دادند تا به‌صورت جدی کمپاین مجادلوی را الی ختم پرواز ملخ ها دوام و سرعت بخشند.
 با راه اندازی کمپاین مجادلوی میخانیکی و کیمیاوی با امکانات ریاست زراعت و همکاری دفتر FAO و کمیته ناروی که  از چندی بدینسو راه اندازی و هنوز هم جریان دارد تا اندازه زیادی جلو خسارات را کاهش داده است

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS