تخار ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
Tue, May 16 2023 9:18 AM
تخار ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د ولایتي سفرونو په لړ کې تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي شیخ ضیاالرحمن مدني سره وکتل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال تخار ولایت ته د خپل سفر موخه د کرنې د پراختیا وجهي صندوق ADF د وکالې او مرابحې چوپړتیاوو پرانیستل، د دې ولايت دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزونه، د ملخانو آفت پر وړاندې د کمپاین چارې کړندي کول او د څارویو د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي کمپاین لړۍ څخه څارنه او د تخار ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې حلول وبلل او د یادو موخو د پلي کولو په پار د تخار د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتونکی شو.
په همدې حال کې شیخ ضیاالرحمن مدني د تخار په ولایت کې بزګرانو او مالدارانو لپاره دکرنې وزارت له برنامو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ددغو برنامو د پلي کولو په برخه کې دهرراز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري،دکندز دکرنې رييس مولوی امان الله حسن، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت او د تخار دکرنې رییس مولوی رحیم الله احدي او ددې ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت تخار 
۲۶ ثور ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله سفر های ولایتی جهت حل مشکلات‌ دهقانان و مالداران به ولایت تخار سفر کرده و با شیخ ضیا الرحمن مدنی والی ولایت تخار دیدار کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی هدف سفرش به ولایت تخار را بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری، حل مشکلات دهقانان و مالداران، تسریع بخشیدن مجادله علیه آفت ملخ، افتتاح خدمات وکاله و مرابحه صندوق وجهی انکشاف زراعت و  نظارت از کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات عنوان کرده و خواستار همکاری مسوولان محلی ولایت تخار در تطبیق اهداف ذکر شده شد.
در همین حال شیخ ضیا الرحمن مدنی از برنامه های وزارت زراعت در تخار استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را با مسوولان وزارت زراعت سپرد.
در جریان این دیدار مفتی ذاکر الله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجینر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت، مولوی صدیق الله رییس تصدیق تخم‌های بذری، مولوی گل حضرت  مشاور معین زراعت و مالداری، مولوی امان الله حسن رییس زراعت کندز ، مولوی رحیم الله احدی رییس زراعت و شماری از مسوولان محلی تخار حضور داشتند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS