د لوکر څرخ ولسوالی کې ۲۰۰ مالدارانو سره نغدې مرستې وشوې
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې «DCA» په همکارۍ ددې ولایت د څرخ ولسوالی ۲۰۰مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۲۰۰ مالدارانو هر یوه ته یې د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار ۲۵۵۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا په دې ولایت کې ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.
