د کندز ولایت قرنطین اسټیشن او مسلخ څخه دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
Sun, May 14 2023 2:02 PM
د کندز ولایت قرنطین اسټیشن او مسلخ څخه دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

۲۴ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوی کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې په شېرخان بندر کې دکرنې وزارت قرنطین اسټېشن او دکرنې وزارت له خوا جوړ شوی معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې وزارت د بوټو ساتنې ریاست د قرنطین اسټېشن څخه د لیدنې پرمهال د یاد مرکز د چارواکو د فعالیتونو راپور او ترڅنګ یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د شته ستونزو د حل په پآر اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د قرنطین یاد مرکز هېواد ته د ملوثو توکو د وارداتو او ترڅنګ یې له هېواده بهر د ملوثو توکو د صادراتو د مخنیوي په پار فعالیت کوي، چې په دې مرکز کې په منځنۍ ډول د ورځې تر ۵۰ کرنیزې محمولې له فزیکې اړخه چکېږي او د اعتبار وړ سرټفکېټ پرې وېشل کېږي.
په همدې حال کې مولوی صدراعظم عثمانې د کرنې وزارت له خوا د کندز په ولایت کې د جوړ شوې معیاري مسلخ څخه هم لیدنه وکړه، یاد مسلخ په ۲۵ جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، چې رغنیزې چارې یې په بشپړېدو دي، او یوازې د ماشینرۍ د نصب او فعالولو چارې یې پاتې دي، دا مسلخ په یوه کاري شفت کې د ۵۰۰ ورویو او ۱۰۰ غواوو د ذبحې وړتیا لري.
دغه راز دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوی له کرنیزو تاسیساتو څخه د لیدنې په ترڅ کې دکندز ولایت مرکز کرنیز څېړنیز فارم، او د بېلابېلو څېړنو او تجاربو لړۍ او د مورني او هستوي تخمونو تولید لړۍ او کرنیزو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او دکندز ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمرت د لابراټوال له بېلابېلو څانګو او شعباتو څخه هم لیدنه وکړه.

بازدید معین زراعت و مالداری از مرکز قرنطین استیشن و مسلخ ولایت کندز 
۲۴ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت کندز از مرکز قرنطین استیشن وزارت زراعت در شیرخان بندر و مسلخ معیاری ساخته شده توسط وزارت زراعت در آن ولایت بازدید کردند.
معین زراعت و مالداری در جریان بازدید از مرکز قرنطین استیشن ریاست حفاظه نباتات وزارت زراعت گزارش فعالیت، پیشنهادات و مشکلات مسوولان مرکزه متذکره را استماع نموده و هدایات لازم جهت رفع مشکلات شان به مسوولان مربوطه سپرد.
این مرکز قرنطین به هدف جلوگیری از ورود و خروج مواد ملوث به داخل و خارج از کشور فعالیت می نماید که روزانه طور اوسط 50 محموله مواد زراعتى از نظر فزيکى در این مرکز چک گردیده و سرتفکيت اعتبار بخشی براى شان داده مي‌شود.
در همین حال مولوی صدر اعظم عثمانی از ساخته شده در ولایت کندز نیز بازدید کرد مسلخ متذکره در ساحه ۲۵ جریب زمین اعمار گردیده است که کار ساختمانی آن تقریبا تکمیل گردیده صرف بخش ماشینری آن تا فعلا نصب و فعال نگردیده این مسلخ ظرفیت ذبح  ۵۰۰ راس گوسفند و ۱۰۰ راس گاو  را در یک شیفت کاری دارد.
همچنان معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان به ادامه بازدید از تاسیسات زراعتی از فارم تحقیقات زراعتی مرکز کندز و جریان  تجارب و تحقیق ورایتی‌های مختلف و تولید تخم‌های مادری‌، هستوی و انجام فعالیت‌های تحقیقاتی دیدن نموده و از شعبات و بخش مختلف لابراتوار آمریت مالداری و صحت حیوانی  ولایت کندز نیز بازدید کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS