سمنګان ولایت ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

mail-admin
Sat, May 13 2023 4:19 PM
سمنګان ولایت ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

٢٣ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني بزګرانو او مالدارانو سره د لیده کاته او د دوی د ستونزو هوارولو په پار د ولایتي سفر په لړکې سمنګان ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت مرستیال والي مولوي خادم داد خدا  سره وکتل.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د سمنګان مرستیال والي مولوي خادم داد خدا سره د کتنې په لړ کې سمنګان ولایت ته د خپل سفر موخه ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ عمومې وضعیت ارزونه، د مالدارانو او بزګرانو د ستونزو هوارول او ددې ولایت د کرنې ادارې د ستونزو هوارول وبلل: «سمنګان ولایت ته زموږ د سفر موخه له نږدې څخه د سمنګان ولایت په کچه دکرنې اومالدارۍ سکټور ارزونه ده، او غواړو چې د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته د کرنې وزارت رهبرۍ او د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو سره په همغږۍ شته ستونې حل کړو او دغه راز د څارویو د پوستکي ناروغۍ او دملخانو د مخنیوي په پار د مبارزې کمپاینونو څخه له نږدې لیدنه وکړو».
ښاغلي صدر اعظم دغه راز د سمنګان ولایت بزکرانو او مالدارانو لپاره د کرنې وزارت پر پروګرامونو خبرې وکړې
او دکرنې سکټور متشبثینو او پآنګوالو ته د وکالې او مرابحې اسانتیاوو ایجادولو په هکله معلومات وړاندې کړل او دایې د سمنګان ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره مناسب فرصت وبلل.
به همدې حال کې د سمنګان مرستیال والي خادم داد خداد د کرنې وزارت مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کرنې وزارت د هرډول برنامو د پلي کولو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د هر ډولو همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د سمنګان د کرنې رییس مولوی محمد اسلم تاتاري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت سمنگان
۲۳ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت جهت بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقانان و مالدارن به سلسله سفرهای ولایت به ولایت سمنگان سفر کرده و با مسوولان محلی آن ولایت دیدار کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در جریان این سفر با  مولوی خادم دادخدا معاون والی سمنگان دیدار کرده و هدف سفرش با ولایت سمنگان را بیان کرده افزود" به ولایت سمنگان آمدیم تا مشکلات دهقانان و مالدارن ولایت سمنگان را از نزدیک مشاهده نمایم و در همکاری با ادارت محلی مشکلات شان را حل نمایم و همینگونه از روند تطبیق کمپاین‎‌های جلوگیری از بیماری جلدی حیوانات و کمپاین جلوگیری از آفات ملخ در ولایت سمنگان نظارت نمایم".
آقای صدراعظم همچنان از برنامه‌های وزارت زراعت برای دهقانان و مالدارن ولایت سمنگان سخن زده و از اراییه خدمات وکاله و مرابحه که از سوی صندوق انکشاف وجهی وزارت زراعت برای دهقانان اراییه می گردد خبر داد .
در همین حال مولوی خادم داد خدا معاون والی سمنگان تشریف آوری هیئت وزارت زراعت را خیر مقد گفته و اطمینان هر نوع همکاری را جهت حل مشکلات دهقانان و  مالدارن ولایت سمنگان با وزارت زراعت سپرد.
در جریان این سفر معین زراعت و مالداری را  مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی محمد اسلم تاتاری رئیس زراعت سمنگان و مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالدرای همراهی می‌کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS