د ځمکو چارو لوی رییس د کدستر ریاست د مرکزي او ولایتي څانګو چارواکو سره وکتل 

mail-admin
Wed, May 10 2023 9:20 AM
د ځمکو چارو لوی رییس د کدستر ریاست د مرکزي او ولایتي څانګو چارواکو سره وکتل 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني ددې ادارې د کدسټر ریاست له مرکزي او ولایتي چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په هغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست په مقام کې جوړه شوې وه، د ځمکو رياست لوی رئیس ښاغلي ملا عبدالرحمن رحماني د کدستر رياست د ولایتي چاروکو د فعالیتونو راپور، ستونزې اوړاندیزونه واورېدل او دوی ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې لیدنه کې د کدستر څانګې چارواکو سربېره پردې چې د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل د یادې برخې د لا پیاوړتیا لپاره يې خپل وړاندیزونه د ځمکو ادارې له مشرتابه سره هم شریک کړل.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د ځمکو ادارې لوی رییس د یادو څانګو چارواکو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS