کونړ کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

mail-admin
Tue, May 09 2023 3:28 PM
کونړ کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د کونړ په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین دویم پړاو پیل کړی دی.
په همدی موخه جوړی شوی ناسته کې د کونړ دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ییس مولوي شیرآقا (پیر حبیب الرحمن) سربېره یوشمېر نورو چارواکو اودتطبیق کوونکې موسسی (FAO)استازو ګډون کړی وو.
دکونړ دکرنې رییس په خپلو خبروکې دغه واکسین دکونړ ولایت څارویو لرونکو لپاره مهم وباله اود وترنرۍ څانګی له ډاکټرانویې وغوښتل، ترڅو هڅه وکړي، چې دغه واکسین په سمه توګه تطبیق او ددغه ولایت لیری پرتوسیمو ته یې هم ورسوي.
هېره دی نوی چې دغه واکسین به دیوې نیمې تردوه میاشتوموده کې تطبیق شي، چې دمرکزپه ګډون به ولسوالیوکې هم تطبیق او په ترڅ کې به یې ۱۴۵۰۰۰ غواګانې واکسین شي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS