د کرنې وزیر دکرنې او مالدارۍ خونې رییس او غړو سره وکتل

user-admin
Mon, May 08 2023 2:45 PM
د کرنې وزیر دکرنې او مالدارۍ خونې رییس او غړو سره وکتل


۱۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري  د افغانستان دکرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې رییس خان محمد فروتن سره د فراه ولایت د  کرنې  او مالداری محصولاتو رییس په شتون کې وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ رییس او غړو د افغانستان د سبو د حاصل ټولولو فصل په پار د کورنیو محصولاتو د لومړیتوبونو په هکله خپلې غوښتونې وړاندې کړل او د کورنیو محصولاتو د ملاتړ غوښتونکي شول.
په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ خونې غړو او رییس د افغانستان د سبو حاصل ورکونې په فصل کې د افغانستان د ځآن بسیاینې په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «ددې لپاره، چې د پسرلي په موسم کې د افغانستان د سبو د حاصلاتو راټولولو فصل دی او له دې لارې پرځآن بسیا دی اړتیا ده، چې پر وارداتي سبو تعرفې لوړې شي، ترڅو کورنیو کرنیزو محصولاتو ته د پلور زمینه برابره شي.»
دغه راز دکرنې او مالدارۍ خونې غړو وویل: «اوسمهال د فراه له ولایت څخه څه باندې سل ټیلره سابه تولید او د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې پلورل کېږي، په همدې موخه اړتیا ده، چې د فراه ولایت د بزګرانو ملاتړ ووشي.»
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې د غړو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ، چې د خپل وس مطابق به کورنیو کرنیزو محصولاتو ته په هېواد کې دپلور زمینه برابره او د افغانستان د محصولاتو پلور لپاره مناسب بازار پیداکولو په پار هلې ځلې وکړي، چې په پلي کولو سره یې د محصولاتو د پلور په برخه کې  د هېواد د بزګرانو ستونزې تر یوې کچې حل شي.
هرکال د افغانستان دکرنیزو محصولاتو د حاصل ټولولو په فصل کې، د ګاونډیو هېوادونو کرنیز محصولات افغانستان ته واردېږي، چې له همدې وجې ډېری کورني کرنیز محصولات نه پلورل کېږي او ضایع کېږي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس و اعضای اتاق زراعت و مالداری
 ۱۸ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با خان محمد فروتن ریس اتاق محصولات زراعت و مالداری افغانستان  و شماری از اعضای این اتاق با حضور داشت رییس اتاق زراعت ولایت فراه دیدار کرد.
در این دیدار رئیس و اعضای اتاق زراعت و مالداری افغانستان در خواست‌های شان را مبنی بر اولویت‌دهی برای محصولات داخلی به دلیل فصل حاصل دهی سبزیجات افغانستان اراییه کرده و خواستار حمایت از محصولات داخلی شدند.
ریس و اعضای اتاق زراعت و مالداری در این دیدار از خودکفا بودن افغانستان در فصل حاصل‌دهی سبزیجات افغانستان سخن زده و می گویند" چون در فصل بهار زمان حاصل دهی سبزیجات افغانستان می‌باشد پس افغانستان از این لحاظ خودکفا می باشد پس نیاز است تا بالای سبزیجات وارداتی تعرفه بیشتر وضع گردد تا زمینه فروش محصولات زراعتی داخلی فراهم گردد".
همچنان اعضای اتاق زراعت و مالداری می‌گویند" که در حال حاضر بیش از صد تیلر سبزیجات از ولایت فراه تولید و به سایر ولایت‌های افغانستان به فروش می‌رسد بنا نیاز است که از دهقانان ولایت فراه حمایت شود".
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت به پس از استماع پیشنهادات اعضای اتاق زراعت به  آنها اطمینان داد که در حد توان خود تلاش می‌کند که تا زمینه حمایت از محصولات زراعتی داخلی کشور را فراهم نماید و تدابیر لازم را جهت فراهم کردن بازار مناسب برای محصولات زراعتی افغانستان در نظر دارد که با تطبیق آن مشکلات دهقانان کشور در بخش فروش محصولات شان تا حدودی حل می‌گردد.
همه ساله در فصل رفع حاصل محصولات زراعتی افغانستان، محصولات زراعتی کشور های همسایه وارد افغانستان می‌شود که از این سبب مقدار زیادی از محصولات زراعتی داخلی از فروش بازمانده و ضایع می‌شوند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS