اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو پر لاس رسی دکرنې وزیر ټینګار

mail-admin
Mon, May 08 2023 10:05 AM
اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو پر لاس رسی دکرنې وزیر ټینګار

۱۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست له کارکوونکو سره په غونډه کې  اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو پر لاس رسی ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ریاست کارکوونکو د تخمو د تولید پر ټولو پړاوونو، د کروندو د څارنې لړۍ، د تخم لپاره د بازارموندنې پړاو او د تخم د اصلاح د پړاوونو په هکله دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړل.
دکرنې وزیر په دې غونډه کې د بذري تخونو سکټور د پر ځان بسیاینې او پر خپلو پښو پر درېدو د ټینګار ترڅنګ وویل: «د افغانستان ټول بزګران باید اصلاح شوي او تصدیق شوي بذري تخمونو ته لاس رسی ولري، او په ټولو زونونو کې باید کار ووشي، ترڅو د بذري تخمونو په برخه کې د افغانستان اوسني وضیت بدل شي او د بذري اصلاح شویو تخمونو سکټور په خپلو پښو ودرېږي.»
په ورته وخت کې دکرنې وزیر د کرنیزو تخمونو په برخه کې دکرنې وزارت پر نظارتي او پالیسي جوړونې ونډه د ټینګار تر څنګ زیاته کړه: « د کرنیزو تخمونو په برخه کې دکرنې وزارت باید نظارت کوونکی او پالیسي جوړوونکی ووسي او بزګران په خپله باید له خصوصي شرکتونو سره په اړیکه کې وي او بزګران باید خپل د اړتیا وړ بذري تخمونه د بذري تخمونو تولیدي شرکتونو او د تخمونو بانکونو څخه ترلاسه کړي.»
د بذري تخمونو د تصدیق ریاست دکرنې وزارت له ریاستونو څخه دی، چې د  اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د کنټرول او تصدیق ورکونې مسوولیت لري.


تاکید وزیر زراعت بر دسترسی دهقانان به تخم‌های بذری اصلاح شده
۱۸ ثور ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت،  آبیاری و مالداری طی جلسه با کارمندان ریاست تصدیق تخم‌های بذری تاکید بر دسترسی دهقانان به تخم‌های بذری اصلاح شده کرد.
در این جلسه کارمندان ریاست تصدیق تخم‌های اصلاح شده بذری  در مورد تمام پروسه تولید تخم، پروسه تفتیش مذرعه، پروسه بازاریابی برای تخم و پروسه اصلاح تخم  به وزیر زراعت معلومات اراییه کردند.
وزیر زراعت در این جلسه تاکید بر خودکفایی و به پا ایستادن سکتور تخم‌های بذری کرده افزود « باید تمام دهقانان افغانستان به تخم‌های اصلاح شده و تصدیق شده بذری دسترسی داشته باشند و در تمام زون‌ها کار شود تا وضعیت فعلی افغانستان در بخش تخم‌های بذری تغییر کند و سکتور تخم‌های بذری اصلاح شده به پای خود ایستاده گردد».
در عین حال وزیر زراعت تاکید بر نقش نظارتی و پالیسی ساز وزارت زراعت در بخش تخم بذری کرده علاوه کرد « وزارت زراعت باید در بخش تخم بذری نظارت کننده و پالیسی‌ساز باشد و دهاقین خودشان با شرکت‌های خصوصی در ارتباط باشند و دهقانان تخم بذری مورد نیازشان را از شرکت‌های تولید تخم بذری و بانک‌های تخم بدست آوردن».
ریاست تصدیق تخم‌های بذری یکی از ریاست‌ها وزارت زراعت است که مسولیت کنترول و تصدیق دهی تخم‌های اصلاح شده بذری را به پی می برد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS