خوست کې د چرګانو یوشمېر فارم لرونکو سره مرستې وشوې
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالی کې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ۱۳۰ کورنیو لپاره د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي، چې د دوی دملاتړ په پار پر دوی د چرګانو خوراکې توکي او نور وسایل ووېشل شول.
په دغو وېشل شویو توکو کې هر فارم لرونکو ته ۶۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، درې دانې دانه خور او درې دانې آبخوره، ۵۰ ماسک، یوه جوړه چپړکې، څلور کیلوګرامه چونه، څلور دانې صابون، دوه جوړې دسکشې، یوه د اوبو بېلراو یو دانه د غایطه موادو بیلر شامل دي.
ددې مرستې موخه د چرګانو فارم لرونکو ملاتړ او په ټوله کې د چرګانو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکول دي.
