د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه

mail-admin
Sat, May 06 2023 9:39 AM
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه

١٤ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي کاري غونډه  د یاد ولایت څارنوالۍ ریاست کې جوړه شوه، چې پکې د پکتيا ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی  رییس او غړو ګډون درلود.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت څارنوالۍ ریاست کې دایره شوې وه  د یاد تخنیکي پلاوی غړو په جوړه شوې ناسته کې په خپل وار سره د تېرې  اوونۍ د ترسره شویو چارو اړوند راپورنه وړاندې کړل او د راتلونکی اوونۍ لپاره یې په پلان شوې عملي طرحه خپل نظرونه او مشورې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډی په وروستیو شیبو کې د یاد تخنیکي پلاوی د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې ریاست له رییس او پرسونل سره ولیدل.
په یاده لیدنه کی د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي او د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې ریاست له مسئول او کارکوونکو سره د ځمکو اړوند اسنادو په هکله هراړخیزه خبری او نظرونه شریک کړل.
 په دې غونډه کې دغه راز پریکړه وشوه، چې د اسنادو ثبت او محفوظ قیدیت یوازې د محکمې د مکتوب په اساس واضع او جواب کېدای شي. همداراز د استهداد تر وخته پورې به محکمې ریاست د ثبت او محفوظ د رسمی مکتوب په اساس ورکول کېږي.دغه راز د هرې ولسوالۍ محکمې مکلفې دي، چې د استعلام یا مکتوب په اساس د غصب کمیسیون څخه د سلطاني ځمکو معلوماتو غوښتنه وکړې. په همدې توګه د قبالو راغلې طرزالعمل په اساس د قبالو لومړني مسائیل د اراضي او نهایی طی مراحل یې د محکمې ریاست پوری اړه لري.
همداراز هغه دوسیې، چې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسیون  پرې اشتباه لري د هغو دوسیو فهرست ترتیب او د محکمې ریاست ته ولیږې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS