د کندز دکرنې ریاست:شمال ختيځ زون کې څه باندې ١٢زره متريک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

mail-admin
Thu, May 04 2023 12:06 PM
د کندز دکرنې ریاست:شمال ختيځ زون کې څه باندې ١٢زره متريک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

١٤ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالداري رياست د کرنيزو تخمونو د تصديق آمريت چارواکي وايي، چې سږکال څلور څېړنيز فارمونه، دکرنيزو تخمونو دتوليد او تکثير دولتي شرکت او د کرنيزو تخمونو د توليد خصوصي شرکتونو لخوا ٤٣٢.٥١٢ مټريک ټڼه هستوي، مورني او بنيادي تخمونه په ١٧٣٢٠.٦١ جريبه ځمکه کي په ١٦٠١ تنه بزګرانو باندې د مورني، بنيادي او تصديق شوي تخمونو د توليد په موخه وېشل شوي.
 د کندز ولايت د کرني رياست چارواکي وايي، چې د (کندز، بغلان، تخار او بدخشان) په کرنيزو څېړنو فارم کي (٣٧.٨٥جريبه)، د کندز دولتي شرکت (٨٧٤ جريبه)، د بغلان دولتي شرکت (١٠٦٥.٣ جريبه)، ذاخيل پامير شرکت(١٤٦٤جريبه)، زمزم شرکت (٢٠٢٣.٩٦ جريبه)، مصطفي چوپان شرکت (٩٩٧.٥ جريبه)، سلطان داود شرکت(٣٤٦ جريبه)، دهقان عصري شرکت (٥٢٢جريبه)، لوي باختر افغان شرکت (٢١٥٦ جريبه)، نهر سعيد شرکت (٥٨٢ جريبه)، کولاب کندز شرکت (٣٥١ جريبه)، عبدالمصور شرکت (٦٢٠ جريبه)، همکار دهقان شرکت (٤١٩ جريبه)، حضرت سلطان شرکت (٤٠ جريبه)، شعيب تاج شرکت (١٨٠ جريبه)، خواجه کفتر شرکت (٢٤٠٠ جريبه)، عبدالبصير عمرخيل شرکت (٩٩٢ جريبه)، ابوذرغفاري شرکت (٣٤٠ جريبه)، مصطفي اسلمي (٢٨٠ جريبه)، پيشګام عرب شرکت (١٠٠ جريبه )، خرم صحرا شرکت (١٠٨جريبه)، برګ سبز شرکت (٢٨[جريبه)، مظلوميار شرکت (٢٠٠ جريبه)، دوشي شرکت (٣٨٢جريبه)، خانه دهقان (٦٠جريبه)، تالقان شرکت (٨٠ جريبه)، همدرد شرکت (٤٠جريبه)، سعادت بلوڅ شرکت (٣٢٠ جريبه) او بهارستان شرکت (١٦٠جريبه) ځمکه کي کرلي دي، چې د تفتيش دوه پړاوونه يې پای ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به يې وروستۍ تفتيش هم پيل شي او په پام کي ده، چې ددې وېشل شوي تخمونو نه ١٢ زره مټريک ټڼه اصلاح شوي او با کيفيته تخمونه توليد شي، چې دا تخمونه به د ناروغیو، آفاتو په وړاندې به مقاوم او لوړ حاصل به ولري، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې به رغنده رول ولري.
 ددې تخمونو په کرلو سره به هېواد د ځان بسیاينې خوا ته نږدې شي او دا تخمونه به د تصديق څخه وروسته د هېواد بر بزګرانو باندې وېشل کېږي. 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS