خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Wed, May 03 2023 10:04 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۱۳ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
 هغې وروسته د مرکزي کمیسیون څخه راغلي مکتوبونه او دوسیو په ارتباط ازاد جر وبحث وشو چې په ارتباط به یې لازمې کړنې ترسره شي. همداراز د خلبسات اوسیدونکي اصیل خان سره د نوموړي د موضوع په ارتباط ډیر بحث وشو چې په اړه به یې لازم تصمیم ونیول شي. د ډاکټر نجیب الله سره دده د موضوع په ارتباط هر اړخیزه خبرې اترې وشوې. همداراز د اباګل په نوم شخص سره دده د موضوع په ارتباط ډیر بحث وشو چې بلاخیره د همدې موضوع په ارتباط د دوی د کلي ځیني قومي مشران راتلونکي غونډې ته را وبالل شول په همدې توکه د ځاځیمیدان ولسوالۍ مربوط مولوي سبدکریم شاه سره دده د موضوع په ارتباط ډیر بحث وشو چې په اړه به یې لازم تصمیم ونیول شي. دغه راز د پیرانو سره د شیرین جمال موضوع په اړه بحث وشو چې په اړه به یې لازمې کړنې ترسره شي.
په دې غونډه کې دغه راز د راتلونکې کار د پلان پر جوړولو او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه وړاندې شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS