د ځمکو اجاره ورکونې د کړن لارې چمتوکولو په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, May 02 2023 3:35 PM
د ځمکو اجاره ورکونې د کړن لارې چمتوکولو په پار غونډه دائره شوه

۱۲ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د امارتي مازادو ځمکو د اجاره ورکونې د نوې کړن لارې د ترتیت او بیاکتنې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
یاده غونډه د اجاره ورکونې او خصوصي سکټور لوی رییس مولوی عبدالظاهر امین، د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د اجاره ورکونې رییس مولوی عبدالرشید، د خاورې پېژندنې د څېړنو رییس حمیدالله احمدزی، د کرنې وزارت یوشمېر سلاکارانو او کارکوونو په شتون کې دائره شوې وه، چې په کې متقاضیانو ته دکرنې او مالدارۍ او نورو سکټورونو کې د پانګونې په پار د امارتي مازادو ځمکو د اجاره ورکونې پر څرنګوالی خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د خصوصي سکټور او اجاره ورکونې لوی ریاست له خوا د چمتو شوی طرزالعمل تر ملاحظې وروسته په دې کړن لاره کې متقاضیانو ته اسانتیاوې، د پروسو اسانه کول، په پړاوونو کې روڼتیا په پآم کې نیول او د اسلامي امارت د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. او د اړوندو ریاستونو له رییسانو څخه یې وغوښتل، چې کړن لاره داسې ترتیب کړي، چې هم په کې د امارت ګټه په پام کې ونیول شي، او له بلې خوا کوم پآنګوال چې ځمکې په اجاره اخلي هم زیانمن نه شي، او د دواړو خواوو ګټې باید په پآم کې ونیول شي.
په همدې حال کې، دکرنې وزیر د خصوصي سکټور او اجاره ورکونې لوی ریاست چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د امارتي مازادو ځمکو د اجاره نیونې په پار دې د قانون او مقرراتو په رڼاکې متقاضیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو پانګوال د ننه په هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.


جلسه‌ی به منظور ترتیب طرزالعمل اجاره‌دهی زمین برگزار شد 
۱۲ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ی به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بازنگری و ترتیب طرزالعمل جدید اجاردهی زمین های  مازاد امارتی  در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه که با حضور داشت مولوی عبدالظاهر امین رییس عمومی اجارده دهی و سکتور خصوصی، مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر، مولوی عبد الرشید رییس اجاره دهی، حمید الله احمدزی رییس تحقیقات خاک شناسی، مشاورین مقام وزارت زراعت و شماری از کارمندان ریاست‌های متذکره برگزار گردیده بود در آن چگونگی به اجاره دهی زمین‌های مازاد امارتی برای متقاضیان جهت سرمایه‌گذاری در سکتور‌های زراعت، مالداری و سایر سکتورها به بحث گرفته شد.
در این جلسه مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت پس از ملاحظه طرزالعمل تهیه شده توسط ریاست عمومی اجاره دهی و سکتور خصوصی تاکید بر در نظر گیری مواردی چون ایجاد سهولت برای متقاضیان، سهل سازی پروسه‌ها، در نظر گیری شفافیت در پروسه‌ها و بلند بردن عواید امارت اسلامی در طرزالعمل کرده و از مسوولان ریاست‌های ذیدخل خواست تا طرزالعمل را قسمی ترتیب نمایند تا در آن هم منفعت امارت مد نظر گرفته شود و از طرف دیگر سرمایه گذاری که زمین را به اجاره می‌گیرد متضرر نگردیده و منفعت دو طرف برآورده شود.
در همین حال وزیر زراعت به مسوولان ریاست عمومی اجاره دهی و سکتور خصوصی هدایت داد تا تمام سهولت‌های لازم را در پرتو قانون و مقررات با شفافیت کامل برای متقاضیان اجاره گیری زمین‌های مازاد امارتی فراهم نمایند تا سرمایه گذاران تشویق به سرمایه گذاری در داخل کشور گردند.‌

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS