خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Tue, May 02 2023 11:01 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۱۲ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د عدلیې وزیر سره د خوست د تخنیکي پلاوي یوشمېر غړو د لیدنې جزیات ګډونوالو سره شریک شول چې په اړه به یې  لازم تصميم ونيول شي. دغه راز غونډه کې د خان صاحب په نوم شخص سره د هغې د موضوع په اړه بحث وشو او همدارنګه د یو شمېر نورو هغو اشخاصو سره جر و بحث وشو چې دوی غونډې ته را بلل شوي وو.
له دې وروسته د تخنيکي پلاوی يو ګروپ  د خوست دکرنې په ریاست کې د هغو اشخاصو لپاره چې دوی د خپلو اسنادو سره یو ځای غونډې ته را بالل شوي وو پاتې شو. 
همداراز  د تخنيکي پلاوی دویم ګروپ صبریو ولسوالی ته لاړ  چې هلته یې  د کورړو د څلورو امارتي قطعاتو څخه هر اړخیزه لیدنه وکړه، چې په اړه به یې تصمیم ونیول شي، او همدارنګه په ذکر شوي قطعاتو کې نوي تصرفات په مطلق ډول بندل کړل.
دغه راز د علیشیرو اوتریزیو اړوند سیمو کې او هم د مرکز مربوط کاروان سرای سیمه کې نوي تصرفات په مطلق ډول بندل کړل او اشخاصو ته یې هدایت وکړ چې خپل اعتبار وړ اسناد تخنیکي پلاوی راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د راتلونکې کار د پلان پر جوړولو او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه وړاندې شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS