خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې
۱۱ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۱۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د کرنې رییس مولوی محمد زمان عمري ددې ولايت تڼیو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له چارواکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختيا په پار خبرې وکړې.
د خوست د کرنې رییس د یادو ولسوالیو له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې، د تڼیو ولسوالی قومي مشرانو د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.
