میدان وردگو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو
١١ غویی ۱۴۰۲ه.ش
١١ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ دیاد ولایت په کچه د څارویو د پوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسینو کمپاين پیل کړی دی.
ددې کمپاين په ترڅ کې ٩٠٠٠٠ ډوزه واکسین پرڅارویو پلي کېږي.
د پوستکي ناروغۍ یا لمپي اسکین یو وایروسي ناروغي ده، چې غواوې، مېښې او یوشمېر اوښان پرې اخته کېږي، چې د میاشو چیچلو له لارې لېږدي، او انسانانو ته نه لېږي. دا ناروغي له ۲۰۲۱ ام کال وروسته په هېواد کې شیوع شوی او یوشمېر څاروي یې له منځه وړي دي
د لامپي اسکین ناروغۍ واکسین د غواوو د معافیت سیسټم پیاوړي کوي.
باید وویل شي، چې د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.
