د ننګرهار کانال رییس ددې ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له رییس سره وکتل
د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د دغه ریاست په مقر کې د دی ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له رییس مولوی محمداکرم عثماني سره وکتل.
په دې ناسته کې د فرمانونو او حکمونو دتعقیب او نظارت رییس مولوی محمد اکرم عثماني په خپلو خبرو کې وویل، چې ننګرهار ولایت کې ټول امارتی ادارت مکلف دی چې د امیر المومنین حفظه الله فرامین په ځان تطبیق او عملی کړي، هغه زیاته کړه چې زمونږ نظارتې ګروپونه وخت په وخت دفرامینو د تطبیق نظارت تر سره کوي، او د سرغوړونکو سره به د اسلامی امارتو د اصولو سره سم چلند کیږي.
