د ننګرهار کوټ کې یوشمېر بڼوال وروزل شول
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو چارواکو له لوری د دغه ولسوالی اړوند زربچې کلي کې د بڼوالو او کروندو د فصلونو څخه لیدنه ترسره شوه، ورته مهال یو شمېر بڼوالانو او کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د مخنیوې او کنترول په موخه روزنه هم ورکړل شوه، چې په پای کې د بوټو ساتنې مسؤلینو لخوا بڼوالانو او کروندګرو ته د ناروغیو او حشراتو د مخنیوي لپاره کیمیاوی درمل هم ووېشل شول.
په همدې حال کې یادو چارواکو ټولو بڼوالانو او کروندګرو ته خبرداری ورکوي، که چېرې په نباتاتو کې مو ناروغۍ یا افات ولیدل شو نو عاجل د ولسوالیو د بوټو ساتنې مسؤلینو سره په اړیکه کې شي.
