د ننګرهار شېرزاد کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شېرزاد ولسوالی اړوند د مرکیخېلو سیمه کې د امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوی دی.
د چارواکو په خبره د دې ولسوالی د مرکیخېلو سیمه کې د ځايي خلکو لخوا په امارتي ځمکو کې د شوګاڼو هډو او تېلو پمپونو د رغنیزو چارو مخنیوی شوی دی.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
