خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د کرنې رییس ددې ولايت باک ګربز ته د سفر په ترڅ کې دیاد ولسوالی له چارواکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختيا په پار خبرې وکړې.
د خوست د کرنې رییس ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په دې کتنه کې دغه راز د نیالګیو پر کښېنولو او پاللو هم ټینګار وشو.
په همدې حال کې، د ګربز ولسوالی قومي مشرانو د هرراز همکاریو ډاډ څرګند ګړل.
