خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Wed, Apr 19 2023 9:37 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې پر داخلي موضوعاتو لکه د خیال بدن موضوع، د مرکز او ولسوالیو په ګډون په ټولو امارتي املاکو کې، په کدستر کې ثبت قطعاتو کې او هم په عامه مالچر کې د یوشمېر اشخاصو لخوا د نوی تصرفاتو د بندولو په اړه ازاده خبرې اترې وشوې. 
همدارنګه دمرکز او ولسوالیو ټولو جوماتونو خطیبانو ته د هدایت په مورد چې دوی به راتلونکی جمعې او اخترلمانځونو په تقریرونو کې خلکو ته د امارتي املاکو د غصب  مخنیوی  او په هغې کې د هر ډول تصرفاتو بندول د شریعت له نګاه څخه تشریح کړي. 
دغه رازغونډه کې هدایت وشو چې راتلونکي غونډه کې به د قوماندان امنیه سره دمرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې امارتي املاکو کې د خلکو لخوا  دنوي تصرفاتو د بندولو موضوع باندې خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS