لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې اته دېرشمه غونډه

mail-admin
Tue, Apr 18 2023 12:36 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې اته دېرشمه غونډه

۲۹ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله اته دېرشمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه. په ورته مهال تخنیکي پلاوی د احصائې او معلوماتو ریاست په تعمیر دځمکې دشخص د ادعا دوسیه او هم دعلینګارولسوالۍ اړوند دپړوایي په سیمه کې د 112جریبه کرنیزې ځمکې باندې دسیمې داشخاصو دمرعې د عوې دوسیه ترتیب او دنهایي پریکړې او وروستیو کړنو لپاره مرکزي کمېسيون ته ولېږل شوې.
په دې غونډه کې دغه راز تخنیکي پلاوی دبصرام اړوند دخیرو بیله په سیمه کې دامارتي کرنیزې ځمکې داجاره دارانو داجاري دنه تحویلي او په دې ځمکه باندې د نوموړو اجاره دارانو د شخصي دعوې موضوع او هم  دتبۍ کونج اړوند د اکاخیلو او تره خیلو کوچي قومونو ترمنځ دمینو په سر د اوښتې لانجې موضوع چې دوسیه یې څه وخت وړاندې مرکزي کمېسیون ته لېږل شوې وه، چې اوس د مرکزي کمېسیون له خوا د ځمکې دمساحت، سکیج اوکروکي دمعلومولو په منظور تخنیکي پلاوي ته واپس استولې وه تخنیکي پلاوي په دواړو دوسیو بحث ترسره کړ دبحث په ترڅ کې پریکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې به یاد پلاوي دتبۍ کونج ته ورځي او تر منازعې لاندې ځمکه به مساحت، کروکي او سکیج کوي.او د بصرام اړوند دخیرو بیلې دسیمې د اجاره شوې ځمکې په اړه پریکړه وشوه چې د تخنیکي ځمکوالۍ چارو امریت به د نوموړې ځمکې اړوند ټول  اسناد برابروي او تخنیکي هیئت ته به یې سپاري.
 د غونډې په وروستیو کې تخنیکي پلاوي دمرکز اړوند د دامان قلعه اوسیدونکي محمد زمان په نوم یوشخص چې په امارتي ځمکه کې په پټه توګه د تیلو پمپ جوړ کړی  په موضوع بحث ترسره او په ورته مهال یې له نوموړي متصرف شخص سره یې ولیدل او په ترڅ کې د موضوع په اړوند له متصرف شخص څخه ځینې اړینې پوښتنې هم وشوې دبحث او تصمیم نیونې څخه وروسته تخنیکي هیئت د مرکز مهترلام اړوند دامان قلعه سیمې ته لاړل او هلته یې د محمدزمان په نوم دمتصرف شخص دتیلو پمپ ځمکې او د نظرافشاه په نوم دمتصرف شخص د مارکیټ ځمکې د تثبیت او تشخیص په موخه له ساحې څخه له نږدې بررسي وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS