اروزګان کې پر ۹۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي او نغدې پیسې ووېشل شول
۲۹ وری ۱۴۰۲ه.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «AHF» په مالي او د «CAPHO» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت مرکز ترینکوټ کې پر ۹۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي او نغدې پیسې وېشلي دي.
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول وویل، چې په یاد ۹۰۰ کورنیو پر هرې کورنۍ د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي، او ۶۸۳۶ افغانۍ وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او په ټوله کې د بېوزله مالدارانو ملاتړ دی.
