د ننګرهار لعلپور کې پر یوشمېر کروندګرو د سبو تخمونه، کرنيزې توکي او درمل ووېشل شول
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د لعلپور ولسوالی کې په کورنیو باغچو کې د کرکيلې په پار پر ٧٥ کورنیو د سبو تخمونه، کرنيزې توکي او درمل وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه مرستې د (OHW) په همکارۍ ترسره شوي دي، چې په کې د فاصلیې، لیړو، کدو او ورخاړې تخمونه، کیمیاوې سرې او کرنیزو وسایلو کې یوه بیلجه، لور، پنجه، دوا پاشي پمپ او یو آب پاش او همداراز یو اندازه نباتي کیمیاوی درمل شامل دي.
