د ننګرهار سرخرود کې له یوشمېر مالدارانو سره مرستې کېږي
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د سرخرود ولسوالی ټټنګ کلی کې د ډاکار مؤسسې په همکارۍ له یوشمېر بېوزله مالدارانو سره، چې د غوجل جوړولو، مالدارۍ عصري توکو رانیولو توان نلري مرستې کوي.
په همدې موخه ددې کلي له مشرانو سره ناسته ترسره شوه، ترڅو مستحق مالداران و پېژندل شي.
