کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Thu, Apr 13 2023 11:14 AM
کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۲۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغه غونډه ،چې ممشري یې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم پرغاړه، په کې د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوی محب الله ګرمسیلی، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د څارنوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، د ښارجوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، رییس ملا حکمت الله اخند، د کدستر آمر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي او د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازی حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. وروسته، د کندهار ښار په ۱۴ مه ناحیه کي د میانکو شیلي او مانده د غصب اوړند بحث او تصمیم ونیول شو. دغه راز  د نهمې او ۱۲ ناحیو کې د سند ملکیتونو د وېش اړوند مکتوب چې د کمیسون څخه رارسیدلی دی د اجراء په اړه خبرې اترې وشوې، ترڅنګ یي، په غورک ولسوالی د انجیران په کلي کي د دولتی ملکیت چي ۱۷۹۶۵ جریبه ځمکه وه، چې د کدستر د امر لخوا تثبیت او تشخص شوې وه هم بحث ترسره شو. همداراز د ښاروالۍ د ۲۵۰  نمرو غوښتني اړوند موضوع باندې هم مفصلې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د راتلونکې کار د پلان پر جوړولو او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه وړاندې شول.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په کندهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS