لغمان کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي
۲۴ وری ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د بزګرانو د وړتیا او پوهې لوړولو په پار په دې ولایت کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه ننداریزې کروندې بزګرانو ته دکتار په بڼه دغنمو کرکیلې په هکله د پوهاوي او د غنمو دحاصلاتو لوړولو په پآر جوړ شوي دي.
