د لوګر دکرنې ریاست: د شهیدانو غونډی کې ۸۶۰۰ نیالګي کرل شوي 

mail-admin
Wed, Apr 12 2023 12:51 PM
د لوګر دکرنې ریاست: د شهیدانو غونډی کې ۸۶۰۰ نیالګي کرل شوي 

۲۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت مرکز پل علم اړوند د شهیدانو غونډی کې تر دې دمه ۸۶۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده،
په همدې موخه د لوګرولایت مرستیال والي مولوی عنایت الله شجاع په داسې حال کې، چې دلوګر دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس یې هم ملتیاکوله د لوګر مرکزپل علم ته څېرمه دشهیدانوتپې له چارو لیدنه وکړه.
د لوګر مرستیال والی دلیدنې په لړ کې دلوګر دکرنې ریاست مسؤولینوله زحماتو او کړنو د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې هڅه به وکړي تر څو ددغې تپې د زرغونتیا سره سره به پرې د سیاحت او سیاحینو لپاره ګڼې اسنتیاوې برابرې کړي.
باید وویل، شي چې دلوګر د کرنې ریاست له لوری اود ولایت مقام سره په همغږۍ دغې تپې ته د ا.ا.ا مسؤولینو په حضور کې د تېر ۱۴۰۰ ه.ش کال پیل سره سم د شهیدانو تپې په نوم ونومول شوه اودنیال کینولوچارې یې رسماُ پیل شوې، چې لاهم دوام لری.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS