د ننګرهار کانال ریاست: لس جریبه ځمکه کې کلیکسون بڼ او پارک جوړېږي
۲۱ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند په لس جریبه ځمکه کې کلیکسون بڼ او پارک جوړېږي.
د چاراکو په خبره د ننګرهار کانال د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک کې د ننګرهارکانال ادارې پخپل مالي لګښت په لس جریبه ځمکه سره د ټولو اړینو اسانتیاو او وسایلو کلیکسون بڼ او پارک جوړولو چارې روانې دي.
د دې بڼ او پارک جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
