د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال کونړ کې د چهار تراش لرګیو له زېرمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, Apr 10 2023 10:31 AM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال کونړ کې د چهار تراش لرګیو له زېرمو څخه لیدنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د یوې پلاوی په مشرۍ، چې په کې د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست استازي شامل دي، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چهارتراشو لرګیو له یوشمېر زېرمو څخه لیدنه وکړه.
دا لرګي دکرنې وزارت د سپارښتنې پر اساس، په تېرو څو میاشتو کې د کرنې وزارت د سپارښتنې پر اساس، د سوداګرو له خوا د کونړ له ځنګل لرونکو غرونو څخه راټول او یادو سیمو ته لېږل شوي دي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په دې سفر کې د شیګل او څوکۍ ولسوالۍ او دغه راز د کونړ مرکز اسد آباد او چلس درې کې د لرګیو له یوشمېر زېرمو څخه لیدنه کړئ او له خلکو او د لرګیو له سوداګرو سره یې بېلابېلې غونډې دائرې کړي دي. په دغو لیدنو کې د لرګیو سوداګرو ته هم سپارښتنې وشوې، چې تر دې وروسته حق نه لري، چې له غرونو څخه لرګي راټول، انتقال او یا هم ځنګلونه پرې کړي. ښاغلی فیضان یادو کسانو ته وویل، ددې کار په ترسره کولو سره د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د دوی مواد ضبط او دوی سره قانوني چلند کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د امارت تر بیا واکمنېدو مخکې د لرګیو د مافیا له خوا په ډېر وحشیانه ډول کونړ کې زرګونه ځنګلي ونې پرې شوي دي، چې امارت ورته د یادو لرګیو د لېږد او کارونې اجازه نه ورکول. له څو مودې وروسته د یادو لرګیو د لېږد او کارونې په پار میکانیزم جوړ شو، ترڅو یاد لرګي خراب نه شي او ترې اغېزناکه ګټه پورته شي.
د کرنې وزارت د سپارښتنې پر اساس د لرګیو سوداګر په دغو زېرمو کې سلګونه متر مکعب ځنګلي لرګي راټول او په یادو زېرمو کې راټول کړي دي. اوسمهال په دغو زېرمو کې سلګونه مترمکعب لرګي شتون لري او د لرګیو سوداګر او صنعت کاران په تمه دي، چې اسلامي امارت یې د کارونې اجازه ورکړي. یاد پلاوي ددې لپاره ټاکل شوي دي، چې د شته لرګیو د کارونې څرنګوالي مشخص کړي.
ځنګلونه د افغانستان بومي پانګې دي، چې هیڅ څوک یې د پرېکولو حق نه لري.
دا لرګي، چې له غرونو لېږل شوي دي، هغه لرګي دي، چې د هېواد د دښمنانو له خوا د امارت تر بیا وکامنېدو مخکې پرې شوي دي.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی  از انبار‌های چوب چهارتراش ولایت کنر
۲۱ حمل ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و  منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رائس یک هیئتی متشکل از نماینده‌گانی وزارت‌های امور داخله و استخبارات به ولایت کنر سفر کرده و  از چندین انبار چوب چهارتراش در ولایت کنر دیدن کرد.  این چوب‌ها بر اساس هدایت وزارت زراعت، در چند ماه گذشته توسط تجاران چوب از کوهای دارای جنگلی ولایت کنر جمع‌آوری و انتقال گردیده‌است.
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در این سفر به ولسوالی‌های شیگل، ثوکی، اسعدآباد و دره چلس رفته و از چندین انبار چوب دیدن نموده و با مردم و تاجران چوب ملاقات‌های جداگانه داشت. در این دیدار به تجاران چوب نیز هشدار داد که پس از این حق ندارند چوب را از کوها جمع‌آوری، انتقال و یا هم جنگل را قطع نمایند. آقای فیضان به این افراد گفت در صورت چنین کاری از طرف نیروهای امارت اسلامی مواد شان ضبط و خود شان مجازات سنگین می‌شوند. 
قابل ذکر است قبل از پیروزی امارت به هزاران درخت جنگلی در کنر از طرف مافیای چوب به صورت وحشیانه قطع گردیه بود، امارت اجازه انتقال و استفاده آن را نمی‌داد. بعد از مدتی میکانیزمی برای انتقال و استفاده از این چوب‌ها ترتیب گردید تا چوب‌های موجود فاسد نگردد و استفاده موثر از آن صورت گیرد.
بر اساس هدایت وزارت زراعت تاجران چوب به صدها فوت متر مکعب چوب جنگلی را در این انبارها جمع‌آری نمودند. در حال حاضر به صدها فوت متر مکعب چوب در این انبارها موجود است و تاجران و صنعت کاران چوب منتظر اند تا امارت اسلامی اجازه استفاده از آن را بدهد. این هیئتی تعین شده تا چگونگی استفاده از چوب موجود را مشخص نماید.
جنگل از سرمایه‌های بومی افغانستان است که هیچ‌کس حق  قطع  کردن آن را ندارد. 
این چوب‌های که  از کوها انتقال داده شده‌اند در سال‌های قبل از حاکمیت امارت دشمنان وطن این داشته‌های بومی را قطع نموده‌ بودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS