د پکتیا منډهېر تفریحي ملي پارک په قرار داد ورکړل شو

mail-admin
Mon, Apr 10 2023 9:05 AM
د پکتیا منډهېر تفریحي ملي پارک په قرار داد ورکړل شو

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالی د منډهېر تفریحي ملي پارک ګټونکي شرکت ته د شرطنامې مطابق د یو کال لپاره په قرار داد ورکړل شو.
 د یاد پارک د قرار داد د ورکړې په مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین وویل: «د دغه تفريحي پارک د قرارداد چارې د ازادې داوطلبي له لارې په شفاف ډول تر سره  شوې، چې د کټونکي شرکت لخوا به سېلانیانو لپاره به بېلابېل برخو کې لازم سهولتونه ولري».
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د خپلو خبرو پرخت وویل د رسنیو او سوشل میډیا له لارې مو اعلان خپر کړی و، چې د شپږو ساختماني شرکتونو له جملې څخه د (نوی عبدالله امان ځاځي) شرکت د شرطنامې مطابق او د لوړې فیصدي په ورکولو سره د ازاد سیالۍ له لارې ګټونکي شو.
د یادي داوطلبي د شفافیت په اړه د نور شرکتونو مسؤلینو هم خپل خوښې وښوده دوی د ا.ا په بريا پۀ ټولو قراردونو کې پام وړ شفافيت رامنځته شوی او د ياد قرارداد د داوطلبۍ پروسه هم په بشپړ شفافيت د ولايت مقام د رهبري تر نظارت لاندې تر سره شوه.
د ګټونکي شرکت مسؤل د ولایت مقام رهبرې او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ياد پارک ټولې چارې به  د شرطنامې مطابق پرمخ یوسي او سيلانيانو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
 د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالی کې د منډهېر ملي پارک، چې په اخترونو او نور ملي ورځوکې زره ګونه خلک د هېواد له بېلابېلو ولایتو څخه د چکر او تفریح لپاره ورځي، چې د سیمې له طبيعي منظرو او ښکلا ګانو خوند اخلي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS