ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنيوی او د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی غونډه دائره کړه

mail-admin
Sat, Apr 08 2023 12:06 PM
ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنيوی او د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی غونډه دائره کړه

۱۹ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
 ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنيوی او د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی د ياد تخنيکي پلاوي رييس مولوی عبدالستار محمد تر مشری لاندې خپله نوبتې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د ننګرهار دکرنې رييس او د تخنيکي پلاوي رييس مولوی عبدالستار محمد لخوا په افغانستان کې د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو کمیسون د مشرتابه هدایت چې د فیض محمد خان څرخی د تبادله یي ځمکې د موضوع هر اړخیزي څیړنې په اړه شوي دي د تخنیکې پلاوي غړو سره په غونډه کې شریک شو، او پرېکړه وشوه چې د اړوندو مراجعو څخه به د موضوع په اړه معلومات راټول او د نهایي تصمیم نیونې لپاره مرکز ته واستول شي.  
همداراز د سرخرود ولسوالی اړوند کاریز کړم سيمه کې د غصب شويو ځمکو، ننګرهار کې د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو د ښارګوټو د غصب شويو نمرو او د ملي استندرد ادارې لس جریبه غصب شوي ځمکې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه. په دې غونډه کې دغه راز  د تخنیکې پلاوی یو شمېر غړو ته دنده وسپارل شوه تر څو راتلوونکې غونډې ته یې په اړه معلومات راټول او د تصمیم نیونې په موخه یي مرکز ته واستوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS