لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي مشر الحاج مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ غونډه دائره کړه.
په جوړه شوې غونډه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو دخبر اترو تر څنګ لازمې پرې کړې هم وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د ځینو سیمو له قومي مشرانو سره هم خبرې اترې وشوې، د مرکز پُل علم پادخواب او آبچکان سیمو په دوسیو لازم تصمیم وروسته فیصله وشوه، چې د یادې سیمې ځمکې به بررسي شي. همدارنګه د شاه مقیم او بابوس په قومي مشرانو پوښتنپاڼې ووېشل شوې تر څو یې له ځواب وروسته دغه پلاوي ته وسپاري او په پای کې د پُل علم جلال کلا په دوسیه هم له خبرو وروسته لازم تصامیم ونیول.
