لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې پنځه دېرشمه غونډه

user-admin
Thu, Apr 06 2023 3:47 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې پنځه دېرشمه غونډه


۱۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله پنځه دېرشمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په ورته مهال تخنیکي پلاوی داحصایې ریاست د ودانۍ دځمکې موضوع  چې شخص پرې دشخصي ملکیت دعوه لري ددې ځمکې لپاره یې دوسیه ترتیب کړه او مرکزي کمیسیون  ته یې دنهایي پریکړې او وروستیو کړنو لپاره ولېږله.
 دغه راز یاد پلاوی دقرغیو ولسوالی اړوند دصفوخیلو دسیمې د 1483  ګڼه قطعه تثبیت شوې امارتي ځمکه کې شامل د784 متره مربع ځمکې  مدعي اسحق  او مدعي علیه زبیر ترمنځ د رامنځته شوې منازعې دوسیه چه دقضایای امارت د(٤٢/٧٥) ګڼه١٤٤٤/٩/١٣ نیټه رسمي لیک په اساس تخنیکي پلاوی ته راجع شوې وه هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
 همداراز تخنیکي پلاوي د قرغیو ولسوالی اړوند دصفوخیلو دسیمې د 1483 ګڼه قطعه تثبیت شوې امارتي ځمکه کې شامل د اوولس بسوه ځمکې مدعي رازمحمد او مدعي علیه شرف الدین ترمنځ د رامنځته شوې منازعې دوسیه چې دقضایای امارت د (٤٣/٧٦)گڼه١٤٤٤/٩/١٣ نیټه رسمي لیک په اساس تخنیکی پلاوي ته راجع شوې وه هر اړخیز بحث څخه وروسته تخنیکي پلاوي دواړه خواوي مدعي او مدعي علیه را وغوښتل او د موضوع په اړه یې د دوي څرګندونې واوریدل. په غونډه کې د کدستر عمومي مدیر ته دنده وسپارل شوه چې دقرغیو ولسوالۍ اړوند دصفوخېلو دسیمې  د تثبیت شوو امارتي قطعو کې د جوړشویو متصرفو اشخاصو دکورونو نوملړ په معیاري فورم کې سروې او راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS