کجکي ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

user-admin
Thu, Apr 06 2023 3:05 PM
کجکي ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر


۱۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس مولوي نظرمحمد صدیقي په مشرۍ یو پلاوی د کرنیزو چارو ارزولو او د ځمکوالو ستونزو اورېدلو  په موخه کجکي ولسوالی ته سفر وکړ.
د یاد سفر پر مهال د هلمند د کرنې رییس سره مولوي محمد باران مبرور، مولوي زین الله زاهد  او د ځمکو آمریت انجنیرانو هم ملتیا کوله.
د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته د رسېدو سره سم لومړی د ولسوالی مرستیال، استخباراتو مسؤل، امنیه قوماندان، ښاروال او د کرنیزو خدمتونو مدیر سره ناسته وکړه او له یادو مسؤلینو سره یې د خپل سفر موخه شریکه کړه. 
ورپسې د هلمند دکرنې رییس د ولسوالی د مسؤلینو په ملتیا د تنګي له نوي جوړېدونکي بازار څخه او په سیمه کې یې د ګڼو ولسي خلکو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې، غوښتنې او سپارښتنې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې نوموړي پلاوی کجکي ولسوالی ته د کرنیزو چارو ارزولو او د ځمکوالو ستونزو اورېدلو  په موخه یادې ولسوالی ته سفر کړی و.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS