د ننګرهار کانال رییس: ۳۵۰۰ هېوادوالو ته مو دکار زمینه برابره کړې
۱۷ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې ددې کانال اړوند څلور ګونو فارمونو کې ۳۵۰۰ هېوادولو ته دکار زمینه برابره شوې ده.
د ښاغلي کظیم په خبره یاد ۳۵۰۰ هېوادوال د کانال ریاست په بېلابېلو برخو کې د همکارو مؤسسو او یو شمېر کرنیزو شرکتونو سره استخدام شوي او اوسمهال پخپلو کارونو بوخت دي.
د ا.ا.ا د هېواد په کچه هلې ځلې کوي، چې هېواد والو ته د کار زمینه برابره او د دوی اقتصادي ستونزو ته د پای ټکۍ کېږدي.
