دکرنې وزير د ميدان وردکو والي سره وکتل

user-admin
Tue, Apr 04 2023 10:24 AM
دکرنې وزير د ميدان وردکو والي سره وکتل


۱۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري د ميدان وردګو ولايت والي حافظ محمد امين عمري او د ياد ولايت د کرنې رييس مولوي خالد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ميدان وردګو ولايت والي حافظ محمد امین عمري، د افغانستان د کرنې په سکټور کې د ميدان وردګو ولايت پر اهميت خبرې وکړې او د مڼو د بسته بندی، پروسس او د مڼوساتنې په پار د سړوخونو جوړول او د ميدان وردګو ولايت د مڼو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار موندنې په پار د کرنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتونکی شو.
 په همدې حال کې دکرنې وزير مولوی عطاءالله عمري د ميدان وردګو ولايت د مڼو او نورو کرنيزو محصولاتو ساتنې په موخه د پروسس، بازارموندنې او سړوخونو جوړولو په پار دکرنې وزارت پر ځانګړو طرحو خبرې وکړې او دوی ته ډاډ ورکړ چې، دکرنې وزارت ميدان وردګو ولايت کې د ځانګړو طرحو د پلي کولو په برخه کې ګام پورته کړي، چې په پلي کولو سره يې د ميدان وردګو ولايت د بزګرانو او بڼوالو ستونزې به د پام وړ حل شي.
ميدان وردګ په افغانستان کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې مخکښ ولايت دی، چې د افغانستان د مڼو ډېری حاصلات له همدې ولايت څخه ترلاسه کېږي.


دیدار وزیر زراعت با والی میدان وردک
۱۴ حمل ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حافظ محمد امین عمری  والی و مولوی خالد رییس زراعت ولایت میدان وردک دیدار کرد.
در این دیدار حافظ محمد امین عمری والی ولایت میدان وردک در مورد اهمیت میدان وردک در سکتور زراعت افغانستان سخن زده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت در بخش پروسس و بسته بندی سیب، ساخت سردخانه‌های نگهداری سیب و پیدا کردن بازار مناسب برای سیب ولایت میدان وردک شد.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از طرح‌های مشخص وزارت زراعت به منظور پروسس، بازاریابی و ساخت سردخانه‌ها برای نگهداری سیب و سایر محصولات زراعتی ولایت میدان وردک سخن‌زده و برای شأن اطمینان داد که وزارت زراعت در تطبیق طرح‌های مشخص در ولایت میدان وردک اقدام می‌نمایید که با تطبیق آن مشکلات دهقان و باغداران ولایت میدان وردک به گونه قابل ملاحظه ای حل می‌گردد.
میدان وردک از ولایت‌های پیشتاز در بخش زراعت و مالداری افغانستان است که بیشترین مقدار سیب افغانستان از آن ولایت به دست می‌آید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS