پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هڅو په دوام د پروان ولايت بګرام ولسوالی خم کلان سيم کې پر ۱۸۲۷ نمبر خبرې اترې وشوې او د دې تر څنګ یاد پلاوی له شهرک مسعود هم لیدنه وکړه او یاد ښارګوټې حدوداربعه معلوم کړه.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
