د ځمکو چارو رياست کې د غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

mail-admin
Mon, Apr 03 2023 12:29 PM
د ځمکو چارو رياست کې د غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

۱۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ريیس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ ددې ادارې اداري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د استملاک او بيا مېشتېدنې، جیوديزۍ او کدستر د عمومي ریاستونو مسوولینو تر څنګ د دغو رياستونو تر چتر لاندې برخو مسوولينو او همدا راز د دغه اداره د مختلفو څانګو آمرينو هم ګډون کړی وو.
په غونډه کې د یادو ریاستونو مسوولین د ځمکو ادارې له رهبرۍ سره د خپلو کارونو او فعالیتونو  د شریکولو په ترڅ کې د خپل ریاستونو د ستونزو په اړه يې خپل نظرونه د ځمکو ادارې له مشرتابه سره هم شریک کړل.
په پیل کې د جیوډیزي او کدستر عمومي رييس مولوي سعيد الرحمن مظهري وويل د دغه رياست تر چتر لاندې پنځه رياستونه دي چه له بده مرغه تر اوسه د دغو څانګو مسوولینو ته د کرنې وزارت د مشرتابه له خوا هیڅ ډول موټر نه دی ورکړل شوی او دویمه ستونزه مو د پلاتر او پرنټرونو د رنګ نشتوالی دی.
ورپسې د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رييس مولوي عبدالعلي عمري او همدا رنګه د نورو برخو مسوولينو هم په خپل وار سره خپل وړاندیزونه او ستونزې لکه هغه اسناد چې په تېر حکومت کې تر یوه حده بشپړ شوي وو اوس يې کارونه ځنډول شوي دي. 
د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د لنډ مهاله ورکشاپونو جوړول. 
د دغه اداره د رسمي اسنادو لیږل نورو اداراتو ته او د نورو اداراتو نه همکارۍ.
د خطي امتدادي پروژو د استملاک په برخه کې د قيمت لوړوالۍ، د دفترونو کموالۍ، په ساحه کې د تصفیې ټيمونو لپاره د کمپيوټر او انټرنيټ اړتیا، له غیر رسمي ښاري سيمو ریاست سره د ډونرونو او مؤسساتو نه همغږي، د قبالو د فيصدۍ معلومول او دغه ریاست ته د NTA په برخه کې د دوو تنو کارکوونکو جذبول، همدا راز د کدستر رياست په ولايتونو کې د دغې څانګې حفظيه اسنادو ته د لاسرسي نشتوالی، د استملاک او بيا مېشتدنې ریاست له ستونزو څخه وبلل.

همداراز د دفتر او اداري چارو د همغږۍ آمر هم په يو شمېر څانګو کې د برقي وسایلو ناوړه استفاده او همدارنګه په شعباتو کې د ډوډۍ پخول، او د يو تعداد مېلمنو راتګ دې ادارې ته له وسلو او شخصي موټرو سره د دې برخې له ستونزو څخه وبلله.
په پای کې د ځمکو ادارې رهبري د اړوندو ادارو مسوولینو د خبرو اوريدو وروسته يې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د دې ریاست د موخو د تحقق او د ستونزو د حل او د ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ په برخه کې یې د دا ډول غونډو دوام یو ارزښتناک ګام وباله.
د ځمکو چارو لوی رئیس زیاته کړه په يو شمېر رياستونو کې سلسلې مراتب هیڅ نه مراعات کیږي او همدارنګه کارونه هم ځنډول کېږي نو زما غوښتنه له ټولو مسوولينو څخه دا ده چې هره موضوع چې په کار کې مو خنډونه راولي د ادارې له مشرتابه سره شريک کړای شي تر څو ستونزو ته رسيدګي وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS