د ننګرهار دکرنې ریاست: د ښې همغږۍ او چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د ۲۲ ولسوالیو د ترویج مدیرانوس ره غونډه وشوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دکرنیزو خدمتونو امریت کې د 22 ولسوالیو دترویج مدیرانو سره په ولسوالیو کې بزګرانو ته د ښو چوپړتیاوو ترسره کولو او ورځنۍ کارونو د چټکتیا په موخه میاشتنۍ ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د ننګرهار د کرنیزو خدمتونو امر او دترویج عمومی مدیر ټولو مدیرانو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یي کړه، چې د خپلو کړنو میاشتنۍ راپورونه باید په خپل وخت امریت ته تسلیم کړۍ، او همداراز کروندګرو ته باید د نوی تکنالوژۍ په اړه او هم د نباتاتو د ناروغیو او آفاتو د مخنیوی په اړه عامه پوهاوي ورکړي.
