شنې خونې د بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

mail-admin
Mon, Apr 03 2023 11:34 AM
شنې خونې د بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د ننګرهار د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار ددې ریاست اړوندو ځمکو کې شنې خونې جوړې شوي دي.
د چارواکو په خبره د ننګرهار کانال له ۱۰۱ شنوخونو څخه ۸۶ زره او ۵۷۱ منه بادرنګ راټول او ددې ولایت په هټیو کې پلور ته وړاندې شوي دي.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه سلګونه لوی او کوچني شنې خونې جوړې شوي دي، په یوه کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره په کې بادرنګ او رومي بانجان کرل کېږي.
له تېرو څو ورځو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي او په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي، چې په دغو شنوخونو کې لسګونه کسان په کار بوخت دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS