د اروزګان چنارتو کې د کرنيزو او حيواني درمل پلورنځيو څارنه وشوه

mail-admin
Mon, Apr 03 2023 11:28 AM
د اروزګان چنارتو کې د کرنيزو او حيواني درمل پلورنځيو څارنه وشوه

د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې ددې ولايت چنارتو ولسوالی کې د کرنيزو او حيواني درمل پلورنځيو څارنه او نظارت کړی دی.
 ددې څارنې موخه دبې کيفيته او تر وخت تېرو درملو برسي کول وو.
ددې څارنې په ترڅ کې د يادې ولسوالی د کرنې عمومي مدير مولوي ياسين له خوا  زياد شمېر بې کيفيته او تر وخت تېر درمل راټول شوي دي.
د اروزګان د کرنې رياست چارواکي وويل: "روان کال کی د اروزګان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې ولایت کې د نباتي درمل پلورنځیو د معیاري کولو په موخه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکړل شوي دي. په همدې موخه ددې ولایت دکرنې ریاست لخوا یوه ګډه کمېټه ټاکل شوې وه ددې کميټي مشري دکرنيزو چارو  امر مولوي اسدالله اسد کوله چې،  تر څنګ یې د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو دساتنې مدیریت مدیر  ډاکټر عبدالرشيد رشاد او اړونده کارکوونکو هم شتون درلود. د کميټې موخه د ټولو نباتي درملتونونه د کرنی وزارت د ځانګړې تګلارې سره سم په فني او مسلکي ډول جوړول وو، ترڅو باکیفیته خدمات وړاندې شي، د غیر مسلکي کسانو، بې جوازه کاروباریانو او تر وخت تېر او بې کیفیته درملو مخه ونیول شي." 
 د چارواکو په خبره د یادې لړۍ په ترڅ کې هغو کسانو ته چې د کرنې وزارت لخوا د رالېږل شوې کړنلارې له مخې په شرایطو برابر وو د کرنيزو درملتونو او کاروباریانو ته د جوازونه ورکړل شول. 
د اروزګان د کرنې رياست چارواکي وايي چې د ياد ریاست چارواکو هڅه کوي ترڅو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د هر ډول مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي ترڅو په دې برخه کي ځمکوال او بڼوال د بهبود پر لور ولاړ شي او له دې لارې د باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي. 
د یادولو وړ ده چې په اروزګان کي زياد شمېر حیواني او نباتي درملتونونه موجود دي چې تر دې مهاله یې کرنې ریاست ډېر شمېر پر شرایطو برابرو مرکزونو ته د کار جوازونه ورکړی دي او د پاتې نورو کسانو لپاره به هم د طرزالعمل مطابق جوازونه ورکړل شي.
همدارنګه د جوازونو دوېش لړۍ به ولسواليو ته هم وغځیږي.
ددې پروسې موخه دادی چې اروزګان کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو مسلکي شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې او په راتلونکي کې د غیر مسلکي اشخاصو او نورو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS