خوست کې د خامې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
Thu, Mar 30 2023 1:12 PM
خوست کې د خامې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د (TLO) همکارې مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د خامې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري وویل، چې یاد کانال ۱۳۷۵ متر اوږدوالی، ۱.۲۰ متره سور او یومتر لوړوالی لري، چې د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوی دی.
ښاغلی عمري، یادې مؤسسې له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه د استنادي دېوالونو، سربندونو، اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او داسې نورو مثمرو او بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
دیادې پروژې په پلي کولو کې یوشمېر کسانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ ۱۳۲۰ جریبه ځمکه خړوبوي.
ددې پروژې موخه د اوبو مدیریت او د بزګرانو ګروندو ته پر وخت د اوبو رسول ښودل شوی دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS