د لغمان قرغه یې کې پر ۷۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی

mail-admin
Thu, Mar 30 2023 11:51 AM
د لغمان قرغه یې کې پر ۷۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی

۱۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت د قرغه یې ولسوالی پر ۷۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج محمد ولي محسن وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د قرغه یې ولسوالی پر ۷۰۰ بزګرانو د دوی د حاصلاتو زیاتوالی په پار یوریا او ډي.اي.پي سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
ښاغلي محسن د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم له بزګرانو سره ورته مرستې او همکارۍ ووشي.
د لغمان دکرنې رییس غربت او فقر یې په هېواد کې جدي ستونزه یاده کړه، ژمنه یې وکړه چې د مؤثرو او اغیزناکو پروژو د تطبیق له لارې به يې په وړاندی مبارزه کوي او بزګران یې هم همت، غیرت او سخت کار کولو ته وهڅول، ترڅو وکولای شوو اقتصادي ستونزې په ګډه حل کړو.  
ورپسی د قرغه یې ولسوال قاري نورالهادي  صارم هم په خپله وینا کې فقر، غربت او اقتصادي ستونزې او مشکلات جدي ستونزه یاده کړه، او یاې ادارې د فعالیتونو څخه یې مننه او قدرداني وکړه، ولسونه یې د بشپړ امنیت د تامین او ارامه زنده ګي کولو لپاره د اسلامي امارت حمایت او ملاتړ ته را وبلل. بزګران یې اتلان یاد کړل چې د ځان او خپلی کورنۍ ترڅنګ نورو ته هم د غذایې مواد په تهیه کولو کې مصروف دي او بزګري یې یوه مقدسه دنده وبلله. 
په دې غونډه کې دغه راز د لغمان دکرنې ادارې دکرنیزو چارو آمر بریالی همدرد وویل، چې دغه سرې د بزګرانو د ۴۴ ګروپونو څخه پر ۷۰۰هغو چې واردمخه سروې شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د کچې زیاتوالی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS